د اوبو او انرژۍ وزارت ستر سلاکار ډاکټر فاروق اعظم د جینیوا واټر هب له استازي مارک زیتون او مل پلاوي سره لیدنه کړې.
په دغه لیدنه کې، چې د ملګرو ملتونو د ادارې غړو هم ګډون درلود، په افغانستان کې د اوبو او انرژۍ اړوند او د دغه وزارت د کارکوونکو د مسلکي وړتیا لوړولو په اړه خبرې شوې دي.
ډاکټر فاروق اعظم د لیدنې پر مهال د جینیوا واټر هب پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د افغانستان د اوبو د سرچینو اړتیاوې او د اوبو مدیریت د وضعیت په اړه لنډ وضاحت وړاندې کړی او ویلي یې دي، چې په هېواد کې د ښه امنیت له امله، اوس نړیوالو ادارو ته مناسب فرصت برابر شوی، څو د اوبو د مدیریت په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
نوموړي له جینیوا واټر هب او نړیوالې ټولنې څخه غوښتي، چې له دغه وزارت سره د کارکوونکو د مسلکي روزنې، تخنیکي همکاریو، حقوقي او هایدروپولیتیکي برخو کې ملاتړ وکړي.
په ورته مهال، د جینیوا واټر هب استازي ژمنه کړې، چې د خپلې ادارې د امکاناتو مطابق، د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سره به اړینې همکارۍ ترسره کړي.

