د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي، چې د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د دوو کورنيو تر منځ اووه کلنه شخړه د دې ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امريت مسوولينو، ځايي قومي سپين ږيرو او علماوو په شتون کې حل او دواړو کورنيو وروسته له اوو کلونو روغه او جوړ وکړه.
د دغې شخړې پرمهال د ژورو اختلافاتو له کبله يوکس وژل شوی و، چې د مشرانو له پرېکړې سره سم يې يو بل ته بښنه وکړه.
همدا راز د بغلان ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امر د خپلو هڅو په پايله کې د قومي مشرانو او ولسي خلکو په مرسته د ياد ولايت په دوشي ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ څو مياشتې وړاندې د لفظي شخړې له امله را پورته شوی جنجال چې په پایله کې يې له يوه لوري څخه يوکس وژل شوی و او ګڼ مالي زيانونه يې ترشا پرې ایښي وو حل او دواړو خواوو له خبرو اترو وروسته روغه وکړه.
د ذکر شويو دواړو شخړو په چمتو شويو مراسمو کې د اسلامي امارت مشرانو خلک يووالي، اتفاق او ورورولۍ ته را وبلل او له ولسونو يې وغوښتل، چې د دښمنيو پرځای يو له بل سره په مينه او اخوت کې ژوند ترسره کړي.
د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت په وینا، چې دا ډول شخړې به له نږدې تعقيبوي او د هرې کوچنۍ يا لويې ستونزې پرمهال به د خلکو ترڅنګ ولاړ وي.

