د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د دې ادارې اړوند د اسان خدمت باغ بالا مرکز د روان ۱۴۰۴ کال له پیله تر اوسه ۲۱ زره او ۷۰۸ کسانو ته د برېښنایي پېژندپاڼو او زېږون کارت اړوند خدمتونه وړاندې کړې دي.
په دې خدمتونو کې د ۱۴ زره او ۵۳۵ نویو برېښنایي پېژندپاڼو ، درې زره او ۷۷۱ کسانو ته د زېږون کارتونو وېش، ۸۸ کسانو ته د زېږون کارت پر مخ د اصلاحاتو او شاوخوا درې زره او ۲۰۰ کسانو ته د برېښنایي پېژندپاڼو تر وېش وروسته خدمتونه شامل دي.
د اسان خدمت باغ بالا مرکز عمومي مدیر ذبیحالله امین ساپی وایي، چې یاد مرکز ته په ورځني ډول شاوخوا ۷۰۰ غوښتونکي د برېښنایي پېژندپاڼو او زېږون کارت اړوند خدمتونو د ترلاسهکولو په موخه مراجعه کوي.
ښاغلی ساپی زیاتوي، چې په یاد مرکز کې د نویو برېښنایي پېژندپاڼو پر وېش سربېره تر وېش وروسته خدمتونه هم فعال دي او په دې برخه کې مراجعینو ته ټول اړوند خدمتونه وړاندې کېږي.

