د غزې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د بشري مرستو د وېش له پیل راهیسې، د مرستو په وېش مرکزونو کې لږ تر لږه ۶۰۰ فلسطینیان شهیدان او څلور زره او ۲۷۸ نور ټپیان شوي دي.
دغه راز امریکايي-اسرائیلي سازمان «GHF» چې غزه کې د مرستو وېش مسولیت لري، په نړیواله کچه له پراخو نیوکو سره مخ شوی دی.
د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (انروا) رییس فلیپ لازاریني تازه پر خپله اکسپاڼه لیکلي، چې د مرستو وېش دغه طرحه د غزې خلکو لپاره له لوږې او وژنې پرته بل څه نه دي.
دا په داسې حال کې ده، چې غزه کې ورځ تر بلې بشري ناورین زیاتېږي او هر ورځ د مرستو په وېش مرکزونو کې بېګناه فلسطینیان قرباني کېږي.
د غزې د روغتیا وزارت وايي، چې د اسرائیلي اشغالګرو د جګړې له پیله تر دې دمه لږ تر لږه ۵۶ زره او ۶۶۷ فلسطینیان شهیدان او ۱۳۴ زره او ۱۰۵ نور ټپيان شوي دي.

