د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د ۱۴۰۳ کال تر پایه ګڼې کړنې او لاسته راوړنې لري، چې ځینې ته یې په لاندې توګه اشاره کوو.
– د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته د حج په پروسه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوې، چې پر بنسټ یې یاد وزارت په درېیو عملیاتي پړاوونو کې ۷۳ زره حاجیان د حج د مراسمو ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته لېږلي او له مراسمو وروسته یې په بریالیتوب سره بېرته هېواد ته را لېږدولي دي.
– د حج په مراسمو کې د لارښوونې او غوره خدماتو وړاندې کولو په موخه ۶۵۰ ښوونکي او ۳۵۰ د بعثې غړي د حاجیانو د لېږد په پروازونو کې تنظیم او استول شوي دي.
– د ارشاد، حج او اوقافو وزارت له لوري حاجیانو ته د اضافي پیسو بېرته ورکول یوه بله مهمه کړنه او لاسته راوړنه ده. یاد وزارت په ۱۴۰۱ لمریز کال کې ۵۱۵.۳۸ ډالر، په ۱۴۰۲ کې بیا ۱۰۸.۴ او په ۱۴۰۳ کې ۳۸.۸۵ ډالر بېرته هر حاجي ته ورکړي دي.
– د هېواد په دوو ملي ژبو (پښتو او دري) د جمعې او اخترونو د لمانځه ۱۸۲ خطبې ترتیب شوې دي.
– له ۲۵ زره او ۴۰۲ برحاله امامانو څخه په قرائت کې د جلي لحن د مخنیوي په موخه د تجوید ازموینه اخیستل شوې ده.
– یو زر او ۱۲۱ رسمي جوماتونه او یو زر او ۶۵۱ نارسمي جوماتونه ثبت او راجستر شوي دي.
– حج او اوقافو وزارت د لومړي ځل لپاره د جمعې د لمانځه د خطبې ۷۵ زره کتابونه په عربي متن د سنتو او ادابو په مرعاتولو سره تصحیح او چاپ کړي دي.
– د ستاژ له لومړۍ او دویمې دورې ۱۵۲ محصلین، له تدریب ائمه او د معهد عالي قرائت له انستیتوت څخه ۱۲۳ محصلین او د قرائت په برخه کې ۱۸ زره او ۹۱۳ زدهکوونکي فارغ شوي دي.
– د ۳۰ خصوصي مدرسو او دارالحفاظونو له ښځینه او نارینه زدهکوونکو څخه د سیرتالنبی (صل الله عليه و سلم) ازموینه اخیستل شوې ده.
– له ۳۱۷ شرکتونو سره د عمرې او زیارتونو تړونونه لاسلیک شوي، ۲۶۶ غوښتونکو شرکتونو ته جوازونه ورکړل شوي او په مرکز او ولایتونو کې د عمرې د ۳۹۳ شرکتونو څارنه او ارزونه شوې ده.
– په دې موده کې د حج او اوقافو وزارت له لوري ۲۲۷ خانقاوې ثبت او راجستر شوې او په ۱۵ ولایتونو کې یې د ارزولو لپاره پلاوی ټاکل شوی دی.

