ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

یو شمېر چینایي او هالنډي پانګوالو افغانستان کې د برېښنا تولید په برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د هالنډ او چین هېوادونو پانګوالو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د نوې کېدونکې برېښنا انرژۍ د تولید او برېښنايي تجهیزاتو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې دي.

یادو پانګوالو په افغانستان کې د لمریزې برېښنا انرژۍ تولید او د برېښنا شبکو تجهیزاتو چمتو کولو په اړه، ښاغلي عمر ته د ویډیو کنفرانس له لارې معلومات وړاندې کړي او افغانستان کې یې پانګونې ته لېوالتیا  ښودلې ده.

ډاکټر عبدالباري عمر یادو پانګوالو ته ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، چې اوس افغانستان کې د نوې کېدونکې انرژۍ په ګډون ګڼو برخو کې پانګونې ته ټولې اسانتیاوې رامنځته شوي، ګڼو برخو کې پانګونې په زیاتیدو دي او د افغانستان برېښنا شرکت دوی سره هر ډول همکاري کوي.

ډاکټر عبدالباري عمر د پانګوالو د لېوالتیا هرکلی کړی او ډاډ یې ورکړی، چې اوس په افغانستان کې د نوې کېدونکې انرژۍ په ګډون د پانګونې لپاره اړیني اسانتیاوې برابرې شوې دي.

ښاغلي عمر ویلي، د افغانستان برېښنا شرکت چمتو دی، چې له ټولو پانګوالو سره هر ډول همکاري وکړي.

یادو پانګوالو د افغانستان برېښنا شرکت له رهبرۍ مننه کړې او ویلي یې دي، چې د دوی (Chint green energy company ) کپمني د نړۍ په ګڼو برخو کې څانګې لري او د نوې کېدونکې برېښنا انرژۍ سربېره د برېښنايي تجهیزاتو تولید برخو کې هم تجربه لري.

دغه‌راز دوی زیاته کړې، چې تولیدي پنلونه(شمسۍ) د لمر پر وړانګو سربېره له عادي رڼا څخه هم د برېښنا تولید وړتیا لري او یاد شرکت غواړي د برېښنا سب سټېشنونو، شبکې ترانسفارمرونو او د برېښنا شرکت نورو اړتیا وړ برېښنايي تجهیزاتو تولید په برخو کې هم پانګونه وکړي.

د یادونې وړ ده، چې له دې وړاندې هم یو شمېر ملي او نړیوالو شرکتونو د نوې کېدونکې برېښنا انرژۍ، برېښنا سیستمونو او شبکو تجهیزاتو په برخو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او خپلې پروژې یې پیل کړې دي.