د کډوالو نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د روان زیږدیز کال په جون میاشت کې له ۲۵۶ زره ډېر کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي.
د کډوالو نړیوال سازمان مشرې امي پوپ د راستنېدونکو کډوالو شمېر د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي، چې د دې وضعیت مدیریت د نړیوالې ټولنې بېړني او لا پیاوړي غبرګون ته اړتیا لري.
له بل لوري د ماشومانو د ملاتړ بنسټ یونیسف ویلي، په دې وروستیو کې په ورځني ډول په منځنۍ کچه ۲۰ زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي، چې څلورمه برخه یې ماشومان دي. په دې کې پینځه زره بېسرپرسته ماشومان هم دي، چې یا یوازې دي او یا له خپلو کورنیو جلا کړل شوي دي.
ښايي دا شمېر په ایران کې بېاسنادو افغان کډوالو ته د ټاکلې نېټې له پوره کېدو وروسته لا زیات شي.
د ایران حکومت بېاسنادو افغان کډوالو ته د روانې جولای میاشتې تر شپږمې نېټې وخت ورکړی، تر څو له دې هېواده ووځي.
د جولای له شپږمې وړاندې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه شوې او یوازې د جون پر ۲۶مه له ۳۶ زره ډېر کډوال په یوه ورځ افغانستان ته راغلي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، د روان زېږدیز کال د مارچ له شلمې راهیسې نږدې ۷۰۰ زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي، چې له نیمايي ډېر یې په زور ایستل شوي دي.
د افغانستان اسلامي تل له ګاونډیو هېوادونو غوښتي، چې له افغان کډوالو سره دې له زغم څخه کار واخلي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی، چې له افغان کډوالو سره دې له زور زیاتي ډډه وکړي او د بشري حقونو په رڼا کې دې یې حقونو ته درناوی وکړي.
له بل لوري یې له افغان کډوالو غوښتي، تر څو خپل هېواد ته راستانه شي، ځکه چې په کور د ننه اوږدمهاله او لنډمهاله فرصتونه برابر شوي دي.

