د احصایې او معلوماتو ملي اداره، په میاشتني ډول د لګښتي توکو د بیو ارقام راټول او تحلیلوي، چې لهمخې یې د روان کال په غبرګولي میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۳.۰ سلنه ټیټوالی راغلی دی.
یاده اداره وايي، دا ټیټوالی ۴.۷ سلنه د غوړیو، ۴.۹ سلنه د وچو او تازه مېوو، ۹.۶ سلنه د سبزۍ او ۱۰.۰ سلنه د د مسالهجاتو په بیو کې دی.
دغهراز د غیرخوراکي توکو په بیو کې هم ۰.۱ سلنه ټیټوالی ښکاري چې ۱.۷ سلنه د استوګنې شاخص او ۷.۹ سلنه یې د درملنې شاخص په بیو کې ټیټوالی راغلی دی.
دغه اداره وايي، چې د روان کال په غبرګولي میاشت کې د لګښتي توکو د بیو شاخص میاشتنی پړسوب ۱.۲ سلنه ټیټوالی ښيي چې دا ټیټوالی تر ډېره د خوراکي توکو (غوړي، مېوې، سبزۍ او مسالهجات) او غیرخوراکي توکو (استوګنې او درملنې شاخص) د بیو د ټیټوالی له امله دی.
همدارنګه د ټکي په ټکي پړسوب له مخې د ۱۴۰۴ کال په غبرګولي میاشت کې د تېر کال همدې میاشت په پرتله ۲.۹ سلنه زیاتوالی ښکاري.
بل خوا د روان کال په غبرګولي میاشت کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په منځنۍکچه ۶۹.۸ افغانۍ او په غويي میاشت کې ۷۰.۶ افغانۍ و، چې د غويي میاشتې په پرتله یې په ارزښت کې ۱.۱ سلنه لوړوالی راغلی دی.
که د افغانیو ارزښت د تېر کال له ورته دورې سره پرتله شي، نو ښکاري چې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو په ارزښت کې ۲.۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

