د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د کور او ښار جوړولو پخواني وزیر ملا حمدالله نعماني او نیمروز والي شیخ محمد قاسم خالد هېواد ته د را ستنېدونکو کډوالو د وضعیت ارزونې او د خدماتي کمېټو د فعالیتونو ارزونې په موخه ورېښمو پله ته څېرمه د کډوالو له کمپونو څخه لیدنه وکړه.
دغه لوړ پوړي امارتي پلاوي د راستانه شویو افغان کډوالو ستونزې واورېدې او ډاډ یې ورکړ، چې اسلامي امارت به دوی ته د لنډ مهالې او اوږد مهالې مېشتېدنې زمینه برابره او شته ستونزې به يې حل کړي.
پلاوي همدارنګه د خدماتي کمېټو لخوا کډوالو ته وړاندې کېدونکي خدمات و ارزول او دوی ته یې د غوره خدمتونو وړاندې کولو او د راستنېدونکو کډوالو بهیر ښه مدیریت په موخه اړینې لارښوونې وکړې.
ښاغلي حنفي د دې سفر په ترڅ کې نیمروز ولایت کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د ١٦ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کمپ جوړولو پرانیسته هم وکړه، چې ورسره به د کډوالو او خدماتي کمېټو شته ستونزې حل شي.

