ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قطر ته د اسلامي امارت د پلاوي سفر؛ د نشه‌يي توکو د مخنیوي او خصوصي سکتور پر همکاریو خبرې کېږي

د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضیاء احمد تکل وایي، چې د اسلامي امارت د بېلابېلو وزارتونو یو تخنيکي پلاوي د ملګرو ملتونو له لوري جوړې شوې د کاري ګروپونو (نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې او د خصوصي سکټور د ملاتړ) ناسته کې د ګډون په موخه قطر ته سفر کړی.

د ښاغلي تکل په وینا، یاد پلاوي کې د بهرنيو چارو، کورنيو چارو، عامې روغتیا، کرنې او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، ماليې، اقتصاد وزارتونو او د افغانستان بانک استازي شامل دي.

 ټاکل شوې، دغه پلاوی د بېلابېلو هېوادونو او نړيوالو سازمانونو له استازو سره د نشه‌يي توکو د مخنیوي او کنټرول، بديل معيشت، د روږدو درملنې، خصوصي سکتور او بانکدارۍ برخه کې د ممکنه همکاریو پر پراختیا خبرې وکړي.