ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د نهر السراج کانال د رغولو د لومړي لاټ پروژه پرانیستل شوه

د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې د نهر السراج کانال د رغولو د لومړي لاټ پروژه پرانیستل شوه.

دا پروژه د اوبو او انرژي وزیر ملا عبداللطیف منصور، د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي، د ملي پراختیا شرکت مرستیال مولوي عبدالولي عادل، علماوو، قومي مشرانو، د وزارت تخنیکي مسولینو او د سیمې د ګڼ شمېر اوسېدونکو په شتون کې پرانیستل شوه.

د اوبو او انرژي وزیر په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د دې پروژې پلي کول د کرنې د ودې او اوبو چمتو کولو په برخه کې ارزښتناک ګڼلي او ویلي یې دي، چې په پلي کولو سره به یې د یاد کانال اوبه بېرته لومړني حالت ته وګرځي او د ټولو حقابه به تامین شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې پروژې تر څنګ په یاد ولایت کې د چک‌ډمونو درې نورې پروژې هم په پام کې نیول شوې او په نږدې راتلونکې به یې چارې پيل شي.

ملا عبداللطیف منصور په هېواد کې د اسلامي نظام حاکمیت د افغانستان د خلکو لپاره یو ستر الهي نعمت بللی او ټینګار يې کړی، چې د دغه نظام د پیاوړتیا او ساتنې لپاره دولت او ملت دواړه ستر مسولیتونه پر غاړه لري.

د ښاغلي منصور په وینا، دولت مکلف دی، چې په هېواد کې د شرعي نظام، امنیت او اقتصادي ودې لپاره زمینه چمتو کړي او له بلې خوا ملت مکلف دی، چې په اطاعت او بشپړ اخلاص سره له دغه نظام څخه ملاتړ وکړي.

د اوبو او انرژي وزیر ټینګار کړی، چې اوس‌مهال اسلامي امارت په افغانستان کې له هره پلوه د پانګونې لپاره زمینه چمتو کړې او پانګوالو ته یې بلنه ورکړې، تر څو پر پراختیایي پروژو پانګونه وکړي او د دې خاورې په ابادۍ کې ونډه واخلي.

د هلمند والي د دې پروژې د چارو پیل ارزښتناک ګڼلی او د دې ولایت په ځینو ولسوالیو کې يې د وزارت د رهبرۍ مقام د پاملرنې د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

د دې تر څنګ د ملي پراختیا شرکت مرستیال ژمنه کړې، چې دغه شرکت به د یادې پروژې چارې په ښه کیفیت او ټاکل شوي وخت سره پای ته ورسوي.

د یادونې وړ ده، چې دا پروژه د ۲۷۵.۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اسلامي امارت له بودیجې له ملي پراختیا شرکت سره قرارداد شوې، چې د ۲۰۰ متره په اوږدوالي د سربند او ابګیر ودانۍ جوړونه، د ۶۵۰ متره په اوږدوالي سره د کانال بیارغونه او ټینګښت، پرچاوې، د سیند د بستر ټینګښت، د ساتونکو خونه او د کنټرولي دروازو نصبول پکې شامل دي.

دا پروژه به د ملي پراختیا شرکت له لوري د اوبو او انرژي وزارت د پروژو د کیفیت د کنټرول ریاست تر څارنې لاندې د دوو کلونو په موده کې پلې شي.

د نهر السراج کانال کابو ۲۴ زره هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي، چې د درېیو ولسوالیو اوسېدونکي ګټه ورڅخه اخلي.