د رياست الوزرا اداري مرستیال او د راستنېدونکو افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کميسيون ريیس مولوي عبدالسلام حنفي او د ښارجوړولو پخواني وزیر ملا حمدالله نعماني نیمروز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي شیخ محمد قاسم خالد سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ورېښمو پله له لارې راستانه شویو افغان کډوالو ستونزو حل او دوی ته د اړینو خدماتو د وړاندې کولو پر څرنګوالي هر اړخیزې خبرې او په اړه یې اړینې پرېکړې وشوې.

