ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په بلخ کې ۱۵ کلنه او پینځه کلنه شخړه د سولې له لارې حل شوه

د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وايي، چې د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په هڅو د دوو اوږدمهالو حقوقي شخړو مخه نیول شوې او ښکېلې کورنۍ له دښمنۍ او اختلافونو راګرځېدلي دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د بلخ ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رییس مولوي سردار محمد محمدي په لارښوونه، د قومي مشرانو او اسلامي امارت د غړو په همکارۍ، د دوو کورنيو ترمنځ شاوخوا ۱۵ کلنه شخړه چې له حقوقي اختلافونو او مالي تاوانونو سره مل وه، د ورورلۍ، بخښنې او روغې جوړې له لارې پای ته ورسېده.

همداراز، د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یوه بله شاوخوا پینځه کلنه شخړه هم د یاد ریاست د مسوولینو له‌خوا په سوله‌ییزه توګه حل شوه او دواړو لوریو خوښي څرګنده کړه.

د راپورونو له مخې، د دغو شخړو پر مهال نه یوازې مالي تاوانونه او حقوقي ستونزې زیاتې وې، بلکې د ښکېلو لوریو تر منځ ژور اختلافات هم شتون درلود، چې د هغوی ورځنی ژوند یې اغېزمن کړی و.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د روغې جوړې په دې هڅو خوښي څرګنده کړې او دا یې د ټولنیز ثبات او یووالي لپاره مهم ګام بللی دی.