اسرائیلي اشغالګرو تازه د غزې ښار او جبالیا سیمو اوسېدونکو ته امر کړی، تر څو د پوځي عملیاتو له پیل وړاندې سیمه پرېږدي او د سویل پر لور المواصي ته کډوال شي.
اسرائیلي پوځ د غزې د بشپړ اشغال لپاره په بېلابېلو برخو کې ځمکني او هوايي بریدونه پراخ کړي او د دې تړانګې اوسېدونکي یې له جدي ناورین سره مخ کړي دي.
له بل لوري د غزې روغتیا وزارت وايي، چې پرون د یکشنبې ورځې تر نیمايي پورې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۲ فلسطینیان شهیدان شوي. په دې کې هغه کسان هم شامل دي، چې د مرستو اخیستلو په مرکزونو کې په نښه شوي دي.
په مې میاشت کې د امریکا او اسرائیلو په ملاتړ د غزې بشري بنسټ له رامنځته کېدو وروسته اسرائیلي عسکرو پرلهپسې د مرستو په مرکزونو کې پر فلسطینیانو بریدونه کړي، چې له ۵۸۰ ډېر کسان پکې شهیدان او له ۴ زره ډېر نور ټپیان شوي دي.
په غزه کې د بشري ناورین او اسرائیلي یرغلګرو د بریدونو له زیاتوالي سره هممهاله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند د یوې احتمالي هوکړې په اړه ټینګار کړی.
ټرمپ ویلي: “په غزه کې باید هوکړه وشي.” نوموړي زیاته کړې: “په غزه کې اوربند نږدې دی. ما له ځینې ښکېلو اړخونو سره خبرې کړې دي.”
د اوربند له احتمالي هوکړې سره-سره اسرائیلي یرغلګرو په غزه کې بریدونه زیات کړي. روغتیايي سرچینو ویلي، چې د شنبې په ورځ له سهاره بمبارۍ زیاتې شوې او ګڼ کورونه ویجاړ شوي دي.
له دې بریدونو سره هممهاله د غزې د شمالي سیمو اوسېدونکو ته د ژر تر ژره وتلو او خپلو سیمو د پرېښودو امر شوی.
اسرائیلي پوځ خبرداری ورکړی، چې شمالي سیمو کې به پراخه او سخت عملیات پیل کړي او د ښار لوېدیځو برخو ته به هم وغځېږي.
د بشري بنسټونو، د فلسطین ادارې او د ملګرو ملتونو چارواکي وايي، چې په غزه کې هېڅ ځای خوندي نه دی.

