ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پوهنې وزارت له لوري د سړو سیمو تعلیمي مرکزونو لپاره د ازموینو او رخصتیو مهال‌ویش اعلان شو

د پوهنې وزارت د سړو سیمو ولایتونو لپاره د مدارسو، دارالحفاظونو، دارالعلومونو او ښوونځیو د څلور نیم میاشتنیو ازموینو او اوړي رخصتیو مهال‌ویش اعلان کړی دی.

د وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اساسي او ثانوي زده کړو دلایحې له مخې، ازموینې او رخصتۍ به په لاندې ډول ترسره شي:

  1. لنډمهاله رخصتي:  د هوا د تودوخې د زیاتوالي له امله، د چنګاښ له ۱۱مې تر ۱۵مې نېټې (۱۴۴۷هـ ق د محرم له ۶مې تر ۱۰مې) پورې، د یادو ولایتونو رسمي او خصوصي ښوونځي، مدارس، دارالحفاظونه او دارالعلومونه به د پینځو ورځو لپاره رخصت وي.
  2. څلور نیم میاشتنۍ ازموینې:  د سړو سیمو – ولايتونو د مدارسو، دارالحفاظونو او دارالعلومونو په شمول د رسمي او خصوصي ښوونځيو له لومړي څخه تر څوارلسم ټولګي پورې څلور نيم مياشتنۍ ازموينې، د چنګاښ ماشتنې له ۱۶ مې نېټې څخه چې د ۱۴۴۷هـ ق کال د محرم میاشتې له ۱۱ مې نېټې سره سمون خوري پیل او د همدې میاشتې تر پایه پورې به دوام ولري
  3. اوړي رخصتۍ او د زده‌کړو بیا پیل:  د یادو ولایتونو په مدارسو، دارالحفاظونو، دارالعلومونو سربېره، د رسمي او خصوصي ښوونځيو د اوړي رخصتۍ، د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې له لومړۍ نېټې څخه چې د ۱۴۴۷ هـ ق کال محرم میاشتې له ۲۷ مې نېټې سره سمون خوري پیل او د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې له (۱۱) مې نېټې څخه چې د ۱۴۴۷ هـ ق کال د صفر میاشتې (۸ مې) نېټې سره سمون لري، په ذکر شویو ولایتونو کې د تعلیمي مرکزونو درسونه بېرته پیلېږي.

د پوهنې وزارت له ټولو ښوونیزو مرکزونو، استادانو او زده‌کوونکو غوښتنه کړې، چې د رخصتیو له پای ته رسېدو سره سم، د زمري میاشتې په ۱۲مه نېټه له ځنډ او غیر حاضرۍ پرته خپلو درسونو ته حاضر شي.