ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لورې بند د امکان سنجۍ او تفصیلي ډیزاین د مطالعې پروژه پرانیستل شوه

د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د لورې بند د امکان‌ سنجۍ او تفصیلي ډیزاین د مطالعې پروژه د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند او یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو په حضور کې پرانیستل شوه.

په دې مراسمو کې ملا عبدالغني برادر اخوند یاده پروژه د اوبو مدیریت په برخه کې د اسلامي امارت د ژمنو یوه بېلګه بللې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د هېواد ابادۍ ته ژمن دی.

د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور ویلي، دا بند کندهار کې د اوبو مدیریت او د کرنې ودې برخه کې مهم رول لري، چې د امکان‌ سنجۍ او تفصیلي ډیزاین له مطالعې وروسته به یې عملي چارې پيل شي.

د دې پروژې د امکان‌ سنجۍ او تفصیلي ډیزاین د مطالعې چارې د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په ارزښت یوه خصوصي شرکت ته سپارل شوې، چې د ۱۸ میاشتو په موده کې به بشپړې شي.