د اوبو او انرژي وزارت د اوبو مرستیال مجیب الرحمن عمر اخندزاده پخپل کاري دفتر کې د فراه له والي مولوي غوث الدین رهبر سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د فراه اړوند د اوبو او انرژي پروژو په ځانګړې توګه د بخش اباد بند په تړاو بحث او خبرې کړې دي.
ښاغلي عمر د فراه والي ته ډاډ ورکړی، چې په دې ولایت کې به د اوبو او انرژي پراختیایي پروژو د پلي کولو په برخه کې شته امکاناتو ته په کتو اړین عملي اقدامات وشي.

