ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسرائیلي یرغلګرو د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې له ۱۶ زره او ۸۰۰ ډېر فلسطیني زده‌کوونکي شهیدان کړي

د فلسطین د پوهنې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اسرائیلي یرغلګرو د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې ۱۶ زره او ۸۰۲ فلسطیني زده‌کوونکي شهیدان او له ۲۶ زره ډېر نور یې ټپيان کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په غزه کې ۱۶ زره او ۶۶۴ فلسطیني زده‌کوونکي او محصلین او په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې بیا ۱۳۸ نور شهیدان شوي دي.

دغه‌راز په غزه کې ۲۵ زره او ۷۲۸ فلسطیني زده‌کوونکي او محصلین او په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې بیا ۹۱۰ ټپيان شوي دي.

سربېره پر دې په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې ۷۶۰ او په غزه کې ګڼ فلسطیني زده‌کوونکي او محصلین نیول شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په غزه او لوېدیځه غاړه کې د پوهنې اړوند ۹۲۶ کارکوونکي شهیدان او ۴ زره او ۴۵۲ نور ټپیان شوي دي. په غزه او اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې بیا شاوخوا ۲۰۰ کارکوونکي نیول شوي هم دي.