د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي له لوري غزني کې د ۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د شپږو تاریخي ابدو د بیارغونې چارې پيل شوې.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمیدالله نثار وایي، چې په دې ولایت کې د خواجه ملکیار پرنده تاریخي ابدې، د غزني د زاړه ښار برجونو، د غزنویانو دورې منارونو د فرش ډبرې او د تاج اولیا تاریخي مقبرې د بیارغوني چارې پیل شوې.
نوموړی زیاتوي، چې یادې شپږ تاریخي ابدې د یونسکو په مالي ملاتړ د تعلیم او کلتور ملاتړ موسسې (ECSO) له لوري د شاوخوا ۴.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت بیارغول کېږي.
ورته مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي له نړيوالو غوښتي، چې تاریخي او کلتوري مسایل دې له سیاست لرې وساتي او له افغانستان سره دې د تاریخي ابدو په بیارغونه کې مرسته وکړي.
له دې وړاند د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو ویلي وو، چې په دې ولایت کې ۱۰ تاریخي ابدې بیارغوني ته اړتیا لري او یو شمېر یې د نړېدو له ګواښ سره مخ بللې وې.

