ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزير د افغانستان او ناروې د خپلواک کمېسيون له ریيس سره وکتل

د اطلاعاتو او کلتور وزير ملا خیرالله خیرخواه د افغانستان او ناروې د خپلواک کمېسيون له ریيس بیورن تور ګودال او مل پلاوي سره وکتل.

د لیدنې په پیل کې تور ګودال د کمېسيون د مسولیتونو په اړه ښاغلي خیرخواه ته معلومات ورکړي دي.

نوموړي ویلي، چې موږ ته دنده سپارل شوې، تر څو له ۲۰۱۵ زېږدیز کال څخه تر ۲۰۲۱ پورې او له هغې وروسته په افغانستان کې د ناروې شاهي دولت د سیاسي او بشري مرستو او په نورو برخو کې فعالیتونه وارزوو.

ښاغلي ګودال ژمنه کړې، چې هېواد به يې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ملا خیرالله خیرخواه د ناروې شاهي دولت پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، اوسنی افغانستان له ۴۰ کلونو وروسته یو ځواکمن نظام لري، چې په ټول هېواد کې یې امنیت تامین کړی او خلک د دې هېواد هرې خوا ته په ازاده توګه سفر کولای شي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت له لوري د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پراختیايي او رغنیزې پروژې روانې دي او د نشه‌يي توکو پر ضد جدي مبارزه کېږي.

په پای کې دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی دی.