ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان برېښنا شرکت: د تره‌خېلو په سیمه کې د لس میګاواټه د تولید حرارتي دستګاه فعالوو

د افغانستان برېښنا شرکت مسولین وايي، چې کابل ښار کې د برېښنا د پرچاویو کمولو په موخه د تره‌خېلو په سیمه کې د لس میګاواټه د تولید حرارتي دستګاه فعالوي.

دوی زیاتوي، د ناڅاپي پرچاویو د مخنیوي لپاره د برېښنا په عمومي شبکو کې د اضافه بارو مزو او ترانسفرمرو پر بدلون او نوي کولو هم چټک کار روان دی، چې پر مټ به یې له ناڅاپي پرچاویو مخنیوی وشي او د برېښنا وېش به هم منظم او پیاوړی شي.

برېښنا شرکت د هوا په ګرمېدو سره کابل ښار کې د برېښنا د پرچاویو کمښت او مخنیوي په موخه د یادې دستګاه د فعالولو خبر ورکړی دی.

سربېره پر دې له کورنیو سرچینو څخه د برېښنا د تولید په لړ کې د سروبي لمریزې دستګاه له لس میګاواټه څخه هم کار اخیستنه پیل شوې ده.

مسولین وايي، هڅې روانې دي چې له داخلي سرچینو څخه د برېښنا د تولید کچه لوړه او تر ډېره هېواد له دې اړخه پر ځان بسیا کړي.

دوی له هېوادوالو غوښتي، چې د برېښنا په لګښت کې سپما وکړي، تر څو په عمومي شبکو کې په زیاتو خلکو برېښنا ووېشل شي.