د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د دې هېواد پر اټومي سایټونو د امریکا بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دا بریدونه به اوږدمهاله پایلې ولري.
نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: “امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دایمي غړي په توګه د ایران پر سولهییزو اټومي تاسیساتو په برید سره د ملګرو ملتونو له منشور، نړیوالو قوانیونو او د اټومي وسلو د نه خپرېدو (NPT) له هوکړې جدي سرغړونه کړې ده.”
ښاغلي عراقچي زیاته کړې: “د نن سهار پېښې ټکان ورکوونکې دي او اوږدمهاله پایلې به ولري. د ملګرو ملتونو ټول غړي باید د دې خطرناکې، ناقانونه او مجرمانه کړنې په تړاو جدي اندېښنه ولري.”
هغه ویلي، چې ایران د ملګرو ملتونو له منشور سره سم له خپل حاکمیت، ګټو او خلکو څخه د دفاع حق لري او له هرې ممکنې لارې څخه به کار واخلي.
امریکا نن سهار د ایران پر درېیو اټومي سایټونو (فردو، نطنز او اصفهان) بریدونه کړي دي.

