ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي د چین له لوړ پوړو اکاډميکو شخصیتونو او افغان محصلینو سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د چین د یون نان پوهنتون له رییس ښاغلي ما وینګهویي، د کونمینګ د ساینسي علومو او ټکنالوژۍ پوهنتون له رییس ښاغلي جیانګهونګ، د یون نن د قومي مطالعاتو پوهنتون له رییس لیو قینګجیانګ، د کونمینګ طبي پوهنتون له مرستیال ښاغلي لی لیهوا، یو شمېر اکاډمیکو شخصیتونو، استادانو، چيني او افغان محصلینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې، دواړو لوریو د افغانستان او چین د پوهنتونونو ترمنځ د علمي او څېړنیزو اړیکو رامنځته کولو، د سیمینارونو جوړولو، د علمي، څېړنیزو او ټکنالوژیکي تجربو د تبادلې او د روزنیزو او روغتیايي همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

مولوي عبدالسلام حنفي د چین له لوري د اسلامي امارت د پلاوي له تود هرکلي مننه کړې او د افغانستان د روان وضعیت، د امنیت ټینګښت، د پانګونې او سوداګرۍ فرصتونو، د نشه‌يي توکو کر، قاچاق او استعمال د له منځه وړلو، د اداري فساد د مخنیوي او د معتادینو د راټولولو په اړه معلومات ورکړي دي.

نوموړي د چین د علمي او اکاډمیکو بنسټونو بریالۍ تجربې ستایلې او ویلي یې دي، چې افغانستان له چین سره په ځانګړې توګه د طب، کرنې، انجینرۍ او ټکنالوژۍ په برخو کې د تحصیلي بنسټونو ترمنځ د علمي او څېړنیزو همکاریو پراخېدو ته لیوالتیا لري.

دغه‌راز نوموړي په علمي او اکاډميکو برخو کې د چين ولسي جمهوریت برياليو تجربو ته په اشارې په بېلابېلو په ځانګړي ډول طب، کرنې، انجينرۍ او ټکنالوژۍ برخو کې د دواړو هېوادونو د تحصيلي بنسټونو ترمنځ د علمي او څيړنيز مشارکت د تبادلې غوښتنه کړې ده.