د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د چين-سويلي اسيا د همکاريو فورم شپږمه غونډه کې، چې په (يون نان) ښار کې د لوړ پوړو چارواکو او د بېلابېلو هېوادونو د استازو په حضور کې جوړه شوې وه، ګډون او وینا وکړه.
مولوي عبدالسلام حنفي پخپله وينا کې ياد فورم د څو اړخيزه ډيپلوماسۍ لپاره يو مناسب بستر بللی دی.
د رياست الوزرا اداري مرستيال ویلي، چې د چين-سويلي اسيا د همکاريو فورم د چين او سويلي اسيا د هېوادونو تر منځ د پانګونې او زېربناوو فرصتونو، د ګډو اقتصادي پروژو تشويق او د فعالې سياسي ډيپلوماسۍ د پياوړتيا معرفي کولو لپاره ډېر مهم دی.
نوموړي زیاته کړې، چې دا فورم د افغانستان لپاره هم يادو هېوادونو ته د صادراتو زياتېدو، مستقيم د بهرنۍ پانګونې جذب، د سيمهييزو سوداګريزو او ترانزيټي اړيکو پراختيا، په نړيواله کچه د افغانستان د ظرفيتونو او منابعو معرفي، د شرکتونو او کورنيو توليدوونکو پياوړتيا او د اقتصادي زېربناوو له پراختيا د ملاتړ لپاره هم ډېر اهميت لري.
ښاغلي حنفي د افغانستان په اقتصادي وده او د خلکو ژوند ښه کولو کې له چين او سويلي اسيا هېوادونو سره د همکاريو اغېزناک رول ته په اشارې ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت چمتو دی، ترڅو د دې فورم په څېر له فرصتونو څخه اغېزناکه استفاده وکړي.
د رياست الوزرا اداري مرستيال ټينګار کړی، چې د سويلي اسيا هېوادونه دې خپلې ستونزې د ډيپلوماسۍ له لارې مدیریت کړي. همداراز د دغو هېوادونو ترمنځ تعامل بايد د ګټې – ګټې منطق پر اساس تنظيم شي او هېڅ هيواد بايد د سياسي او اقتصادي ناخپلواکۍ احساس ونه کړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې هيله ښودلې، تر څو د چين-سويلي اسيا د همکاريو فورم د افغانستان په اقتصادي وده او پراختيا کې مهم رول ولوبوي.

