د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د تحمیلي جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لاره د دښمن له لوري له قید او شرط پرته د تېري درول او د قطعي تضمین ورکول دي.
ښاغلي پزشکیان ګواښ کړی، چې د روان وضعیت د دوام په صورت کې به د ایران غبرګونونه لا سخت او پښېمانه کوونکي وي.
ایران د صهیونیستي رژیم د تېرې جمعې ورځې د برید په غبرګون کې پر اسرائیلو ځوابي بریدونه پیل کړي، چې لا هم دوام لري. دا جګړه دویمې اونۍ ته هم وغځېده.
ایران ویلي، چې د اسرائیلو نظامي او اقتصادي مرکزونه په نښه کوي.
د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې پر اشغال شویو سیمو د ایران د وسلوالو ځواکونو د بریدونو یوازینۍ موخه د اسرائیلو د نظامي او اقتصادي مرکزونو په نښه کول دي.
ښاغلي عراقچي زیاته کړې، چې د ایران توغندیز بریدونه په دقیق ډول د نړیوالو حقوقو او اخلاقي اصولو پر بنسټ کېږي.
نوموړي ټینګار کړی، تر څو چې پر ایران تېرې ونه درول شي مذکرات مانا نه لري.

