ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج الدین حقاني پکتیا کې په یوه لویه ولسي غونډه کې ګډون وکړ

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني پکتیا ته د سفر په ترڅ کې د قومونو تر منځ په یوه لویه ولسي غونډه کې ګډون وکړ.

ښاغلي حقاني په یاده غونډه کې د قومونو تر منځ پخپل منځي یووالي او اتفاق ټینګار وکړ او هغوی ته یې د مهمو پراختیایي پروژو د پلي کېدو ډاډ ورکړ.

خلیفه سراج الدین حقاني ویلي، د اسلامي امارت شل کلنه مبارزه د یوه بشپړ اسلامي او خپلواک نظام راوستو په موخه وه، چې له نېکه مرغه دې موخې ته ورسېدو.

په یاده غونډه کې د پکتیا د بېلابېلو قومونو مشرانو خپلې ستونزې او غوښتنې له ښاغلي حقاني سره شریکې کړې دي. دوی د ګردېز پټان سړک، مچلغو بند او د یو شمېر ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو او یو شمېر نورو بنسټیزو پروژو د پلي کولو غوښتنه کړې ده.