د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د ایران سفیر عليرضا بیکدلي وکتل.
په دې ناسته کې په سیمه کې د نوي وضعیت او د افغانستان له لارې د ایراني حجاجو د لېږد په تړاو خبرې شوې دي.
په پيل کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر پر ایران د اسرئیلي رژیم برید غندلی او دا اقدامات یې د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض ګڼلی دی.
مولوي امیر خان متقي ویلي، چې افغانان د ایراني ولس تر څنګ ولاړ دي او اسلامي امارت چمتو دی، چې د افغانستان له لارې د ایراني حجاجو د راګرځېدو په برخه کې مرسته وکړي.
ښاغلي متقي زیاته کړې، چې د ریاست الوزرا د مقام له پرېکړې سره سم له سعودي څخه د افغانستان له لارې تلونکو حجاجو ته تر یوې میاشتې د ویزې معافیت په نظر کې نیول شوی او همداراز په هرات کې د اسلامي امارت ارګانونو ته لارښوونه شوې، چې د ایراني حجاجو د خوندي لېږد لپاره ټولې لارې چارې په نظر کې ونیسي.
د ایران سفیر د وروستي وضعیت په تړاو د خپل حکومت دریځ بیان کړی، د افغانستان اسلامي امارت له خوا یې ایراني حجاجو ته د اسانتیاوو د چمتو کولو له امله مننه کړې او دا یې د دواړو هېوادونو په دوه اړخیزو اړیکو کې د ستایني وړ اقدام بللی دی.
عليرضا بیکدلي هیله څرګنده کړې، چې د دواړو هېوادونو اړوند ارګانونه وتوانېږي، تر څو د ایراني حجاجو د لېږد بهیر په بریا سره پای ته ورسوي.

