د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره د افغانستان لپاره د ناروې شاهي دولت شارژدافير پير البرت الساس کتلي او په دوه اړخيزو او سیمهييزو مسايلو يې خبرې کړې دي.
د هېواد د بهرنيو چارو وزير د ناروې له خوا د اسلامي امارت ډیپلوماټ منل په اړيکو او باور جوړونه کې يو ښه پرمختګ بللی او د افغانستان او لوېديځو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې يې د ناروې رول رغنده ياد کړی دی.
مولوي امير خان متقي په سيمه کې د روان وضعيت په تړاو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د افغانستان حکومت په اسلامي او انساني بنسټونو د ايران له ولس سره همکارۍ ته چمتووالی لري.
د ناروې شارژدافير د سيمې د وروستيو تحولاتو په هکله د خپل هېواد دريځ بيان کړی او پر افغانستان يې د ممکنه اغيزو په اړه انديښنه څرګنده کړې ده.
نوموړي ویلي، چې په نږدې راتلونکي کې به يې د هېواد يو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي او له اسلامي امارت سره په ګډه به له افغانستان سره اړيکې وارزوي.

