ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه؛ اسرائیلي یرغلګرو د مرستو د وېش په مرکزونو کې لږ تر لږه ۷۰ فلسطینیان شهیدان کړي

د الجزیرې د راپور له مخې، د اسرائیلي رژیم عسکرو پرون (سې‌شنبه، د غبرګولي ۲۷مه) د غزې د مرستو د وېش په مرکزونو کې لږ تر لږه ۷۰ فلسطینیان شهیدان او سلګونه نور ټپیان کړي دي.

پر یادو فلسطینیانو، چې د مرستو اخیستلو په موخه راټول شوي وو، د ټانکونو، وسلو او ډرون په وسیله بریدونه شوي دي.

په ناصر روغتون کې روغتیايي کارکوونکي وايي، چې د شهیدانو شمېر ښايي نور هم لوړ شي، ځکه چې د ډېری ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

د غزې د ملکي دفاع ادارې ویاند محمود باسل ویلي، چې په دې بریدونو کې له ۲۰۰ زیات فلسطینیان ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، اسرائیلي بې‌پيلوټه الوتکو پر فلسطینیانو برید وکړ، څو دقیقې وروسته اسرائیلي ټانکونو په نښه کړل، چې ګڼ شمېر یې شهیدان او ټپیان شول.

د ښاغلي باسل په وینا، دا فلسطینیان د اوړو تر لاسه کولو په هیله راټول شوي وو.

په کلابنده غزه تړانګه کې یوازې پرون سې‌شنبه د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې ۸۹ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د غزې د بشري بنسټ (جي اچ اف) په مرکزونو کې د سې‌شنبې ورځ له ۷۰ د ډېرو فلسطینیانو د شهادت له امله تر ټولو خونړۍ ورځ ګڼل شوې، حال دا چې یوه ورځ وړاندې دوشنبه هم دې مرکزونو ته د مرستو په موخه راټول شوي ۳۸ فلسطینیان شهیدان شوي وو.

د مې میاشتې پر ۲۶مه د غزې د بشري بنسټ له جوړېدو وروسته د دې بنسټ مرکزونو ته د مرستو په هیله راټول شوي ۳۹۷ فلسطینیان شهیدان او له درې زره ډېر نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د جي اچ اف په مرکزونو کې له وروستۍ مرګ‌ژوبلې وروسته د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.

د نوموړي مرستیال ویاند فرحان حق ویلي، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په غزه کې د مرستو په هیله د راټولو شویو فلسطینیانو مړینه او ټپي کېدل غندلي دي.

ملګرو ملتونو دغه‌راز په غزه کې د بشري مرستو د وېش په دې سیسټم نیوکه کړې او دا یې خطرناک، نا کافي او د بشري قوانینو خلاف بللی دی.