ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د افغانانو د ستونزو حل په موخه جدي هڅې کوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د الفتح قول اردو له مرستیال مولوي محمد وکیل منیر او د بلخ ولایت د سرحدي لوا له رییس مولوي محمد جاوید سره لیدنه کړې.

په پیل کې مولوي محمد وکیل منیر او مولوي محمد جاوید بلخ ولایت کې د امنیتي وضعیت او سیمه ییزې حکومتولۍ په اړه د خپلو کړنو او فعالیتونو په اړه د ریاست الوزرا اداري مرستیال ته هر اړخیز معلومات ورکړي.

یادو مسولینو ویلي، چې سیمه‌ییز چارواکي په ځانګړي ډول د الفتح قول اردو او د بلخ سرحدي لوا مسوولین خلکو ته د لا ښه خدمت او امنیت د تامین په برخو کې هېڅ راز هڅې نه درېغوي او په دې برخو کې د یاد ولایت ولسونه ترې راضي او خوښ دي.

دغه‌راز په الفتح قول اردو او د بلخ په سرحدي لوا کې د راوستل شویو اصلاحاتو یادونه کړې او د اسلامي امارت له رهبري یې غوښتي، چې د مجاهدینو د وضعیت لاښه والي ته جدي پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې سیمه‌ییز مسوولین د خلکو د لا غوره خدمت او امنیت د تامین مسول دي او په دې برخه کې باید خپلې هڅې دریغ نه کړي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال د خپلو خبرو په پای کې ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د خپلو امکاناتو په پام کې نیولو سره د افغانستان د ولسونو په ځانګړي ډول امنیتي ځواکونو د ستونزو د حل په برخه کې اړین اقدامات کوي.