د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي او مل پلاوي قطر کې د افغانستان سفارت او سیاسي دفتر کې له افغان سپینږیرو او قومي مخورو سره لیدنه کړې.
ښاغلي متقي په دې لیدنه کې هغوی د هېواد په امنیتي، اقتصادي او سوداګریزو برخو کې له پرمختګونو خبر کړي او ویلي یې دي، چې خپلې ستونزې، مشورې او وړاندیزونه ورسره شریک کړي.
ورپسې د هېواد یو شمېر سوداګرو او قومي مشرانو د اسلامي امارت د سفارت له خدماتو خوښي ښودلې او غوښتنه یې کړې، چې قطر کې د پاسپورټو د چاپ او وېش لړۍ پراخه شي.
متقي صاحب ډاډ ورکړی، چې نږدې راتلونکي کې به قطر کې د پاسپورټ وېش لړۍ پراخه او چټکه شي.
ګډونوالو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر څخه د قطر هېواد د ویزو، دوحې ته د مستقیمو پروازونو د پیلولو او افغانانو ته د کارموندنې د زمینې مساعدولو غوښتنه کړې، چې د ښاغلي متقي له لورې په یادو چارو کې د ممکنو هڅو او همکاريو ژمنه ورسره شوې ده.
نوموړي دغهراز قطر کې د اسلامي امارت په سیاسي دفتر کي له مسولینو او هېوادوالو سره هم ناسته تر سره کړې ده.

