د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي پر خپل ایکس پاڼه د امریکا او ایران ترمنځ د شپږم پړاو غیرې مسقیمو مذاکراتو د لغوه کېدو خبر ورکړی.
ټاکل شوې وه، چې د خبرو اترو دا پړاو نن یکشنبه د عمان په پلازمېنه مسقط کې پيل شي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د مذکراتو د لغوه کېدو په تړاو ویلي: “د تېري کوونکي تر ټولو ستر ملاتړي او ملګري سره خبرې اترې بېمانا دي.”
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې له مشرې کایا کالاس سره په تلیفوني خبرو کې ویلي، چې د صهیونیستي رژیم د روانو وحشي کړنو په حالت کې د ایران او امریکا د غیرې مستقیمو خبرو دوام د توجیه وړ نه دی.

