نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې چې د ۲۰۲۳ کال د جولای په ۳۱ مه خپور شوی د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه والي یادونه کړې ده.
دغه راپور کې راغلي، چې افغانستان کې د انفلاسیون کچه د تېرو میاشتو په پرتله راټیټه شوې او د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ نرخ لوړ شوی، چې په پایله کې یې د افغانستان بانک لومړنی موخه یانې د کورنیو بیو ټیکاو په ښه ډول خوندي او مدیریت شوی دی.
په دې راپور کې د افغانستان د بانکوالۍ سکټور د ښهوالي خبر ورکړل شوی، چې دا د افغانستان بانک د اغېزناکو او غوره پولي سیاستونو د تطبیق ښکارندویي کوي.
نړیوال بانک د خپل راپور په بله برخه کې د کورنیو تولیداتو له زیاتوالي، د کاري فرصتونو رامنځته کولو، د ملکي خدمتونو د کارکوونکو معاشونو او امتیازاتو پر وخت ورکولو، د باکیفیته روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، د صادراتو او د افغانستان ملي عوایدو زیاتوالي ته اشاره کړې ده.
دغه راپور چې د مسلکي ارزونو او تحلیلونو پر بنسټ جوړېږي، څرګندوي چې د افغانستان اقتصاد مثبت لور ته چټک ګامونه اخلي او د هېواد اقتصادي مسایل په ښه توګه مدیریت شوي دي.
د افغانستان بانک د نړیوال بانک د دې راپور چې د عیني واقعیتونو پر بنسټ جوړ شوی د ټولو مثبتو ټکو هرکلی کوي، دا بانک ډاډه دی چې له افغانستان سره د نړۍ مثبت تعامل، په بانکي سکټور د شته محدودیتونو لرې کول او د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو خلاصون به د دې لامل شي، چې د افغانستان اقتصادي وضعيت نور هم ښه شي او دا هېواد به د لا ټینګښت او ټیکاو په لور ګامونه پورته کړي.
د افغانستان بانک مسولین د نړیوال بانک د راپور په تایيد سره ډاډ ورکوي، چې یاد بانک به د مناسبو مقرراتي او څارنیزو معیارونو او مناسبو حل لارو په نظر کې نیولو سره د هېواد د مالي او بانکي سیسټم د ټینګښت او ثبات ساتنه وکړي.
د مسولینو په وینا؛ دا بانک به د انفلاسیون د نرخ د کنټرول او د ملي پیسو د ټیکاو ساتنې لپاره د هېواد د اقتصادي وضعیت تر لا غوړېدنې په موخه خپلو اغېزناکه هلو ځلو ته دوام ورکړي.
افغانستان بانک د نړیوال بانک د وروستي راپور هرکلی کړی

