د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالكبير د پنجشیر د والي حافظ محمد اغا حکیم په مشرۍ د یاد ولایت له یو شمېر سمهییزو مسولینو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د پنجشیر امنیه قومندان قاري احمدالله بدر، د مرافعه محکمې رییس شیخ عبدالله سدید، دعلماوو شورا رییس شیخ محمود شریفي، د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو او کډوالو چارو رییسانو ګډون درلود.
د ناستې په پیل کې د پنجشیر والي په دې ولایت کې د اسلامي امارت لخوا د پراختیايي چارو د پیل او ګڼو لاسته راوړنو یادونه کړې او د کډوالو چارو ریاست د ودانۍ جوړولو وړاندېز یې له وزیر سره شریک کړی دی.
ښاغلي حکیم ویلي، چې په یاد ولایت کې راستانه شوي کډوال، د دایمي استوګنې په موخه ښارګوټي ته اړتیا لري او له اسلامي امارت څخه یې د یوه ځانګړي ښارګوټي غوښتنه کړې ده.
نوموړي یادونه کړې، په پنجشیر کې لسګونه کورنۍ د استوګنې لپاره ځمکې نه لري او وړاندېز یې کړی، چې د داخلي بېځایه شویو او هغو لپاره، چې د کورونو لپاره ځمکې نه لري، یوه سیمه په نظر کې ونیول شي.
د پنجشیر د کډوالو چارو رییس محمد رها ابرار د خپلو چارو په هکله وضاحت ورکړی او د اړوند رياست د ودانۍ او یو شمېر نورو مسايلو په اړه یې له محترم وزیر سره وړاندېزونه شریک کړي دي.
مولوي عبدالکبیر د پنجشیر سمهییزو مسولینو ته ښه راغلاست ویلی او د امنیت او په پراختیایي چارو کې یې د هغوی د هڅو ستاینه کړې ده.
نوموړي ویلي، چې پنجشیر د اسلامي امارت لپاره ځانګړی ارزښت لري او له هرې ممکنې لارې به د دې ولایت د ولسونو غوښتنو ته رسیدنه وشي.
مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړی، چې یو شمېر مطرح شویو وړاندېزونو ته به د کډوالو چارو وزارت له لوري رسیدنه وشي او ټینګار یې کړی، چې د داخلي بېځایه شویو او له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنو شویو کورنیو ستونزو ته رسیدنه د حکومت لومړیتوب دی.

