ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اندونیزیا نوی شارژدافیر: د دواړو هېوادونو تر منځ به د رغنده اړیکو جوړولو لپاره کار کوم

په کابل کې د اندونیزیا نوي شارژدافیر نندا ایوالیست د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره تعارفي لیدنه وکړه.

مولوي امیرخان متقي ښاغلي نندا ایوالیست ته په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې اندونیزیا د اسلامي نړۍ له مهمو هیوادونو څخه دی او د افغانستان اسلامي امارت لېواله دی، چې له دې هېواد سره په بېلابېلو برخو کې مثبتې او پراخه اړیکې ولري.

ښاغلي متقي په اندونیزیا کې د اسلامي امارت د ډیپلوماټانو له منلو او په بېلابېلو برخو کي د دې هېواد له ملاتړه مننه کړې ده.

ښاغلي نندا ایوالیست د اندونیزیا او افغانستان تر منځ د ښو او پراخو اړیکو پر ضرورت ټينګار کړی او ویلي یې دي، چې د خپل ماموریت په دوره کې به د افغانستان ځمکني واقعیتونه او پرمختګونه د اندونیزیا له حکومت او اولس سره شریکوي او د دواړو هېوادونو تر منځ به د رغنده اړیکو جوړولو لپاره کار کوي.