د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیعالحق خالص او مل پلاوي د قرغیزستان پلازمېنې بیشکک ته د رسمي سفر په ترڅ کې د واورین پړانګ د ساتنې نړیوال کنفرانس GSLEP کې ګډون وکړ.
دا کنفرانس چې د واورین پړانګ د ساتنې، د هغوی د طبيعي استوګنځایونو د خوندیتوب او اړوندو ایکوسیستمونو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی، د واورین پړانګ لرونکو هېوادونو لوړ پوړو استازو، د نړیوالو چاپېریالي سازمانونو متخصصینو او د طبیعي سرچینو د ساتنې فعالینو برخه پکې اخیستې وه.
د افغانستان پلاوي په کنفرانس کې د هېواد د ژمنو، لاستهراوړنو او هغو ننګونو په اړه خبرې کړې، چې د واورین پړانګ د ساتنې، د ایکولوژیکي سیسټم د توازن او اقلیم بدلون سره اړوند دي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس ټینګار کړی، چې افغانستان د واورین پړانګ ساتنې ته ژمن هېواد دی او له نړیوالو شریکانو سره همکارۍ ته چمتووالی لري.
همداراز په کنفرانس کې ګډونوالو هېوادونو یو ځل بیا د واورین پړانګ د نړیوالو هڅو ملاتړ تازه کړی او د GSLEP پروګرام د لا پیاوړتیا او موثریت لپاره یې پر ګډو ستراتیژیو هوکړه کړې ده.
افغان پلاوي د GSLEP کنفرانس د غوره تنظیم، همغږۍ او کوربهتوب له امله د قرغیزستان له دولت څخه مننه کړې او د نړیوالو همکارانو پر دوامداره ملاتړ یې ټینګار کړی دی.
یاد کنفرانس د سیمهییزې او نړیوالې همکارۍ د پیاوړتیا لپاره یو ارزښتناک ګام بلل کېږي، چې افغانستان به هم پکې خپل رغنده رول ته دوام ورکوي.

