ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده‌کړو وزیر د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي شورا په ناسته کې ګډون وکړ

د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د کابل طبي علومو پوهنتون (ابو علي ابن سینا) د مسولینو او استادانو د نظرونو، غوښتنو او ستونزو اورېدو په موخه د علمي شورا په ناسته کې ګډون وکړ.

شیخ نداء محمد ندیم په دې علمي ناسته کې د محصلینو او ټولنې پر وړاندې د مسولینو او استادانو مسولیتونو ته په اشارې سره ویلي، د لوړو زده‌کړو وزارت هر هغه نظر او وړاندیز ته لبیک وایي، چې د هېواد د تحصیلي سیسټم پیاوړتیا او پرمختګ ته زمینه برابروي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت اوس په هره برخه کې د پرمختګ او پراختیا لپاره زمینه برابره کړې او له دې فرصت څخه باید په بشپړه توګه ګټه پورته شي.

د لوړو زده‌کړو وزیر استادانو ته په خطاب کې ویلي، چې د هېواد د تحصیلي نظام د پرمختګ او پیاوړتیا اساسي مسولیت ستاسو استادانو پر غاړه دی او په دې برخه کې د افغانستان اسلامي امارت له تاسې هر اړخیز ملاتړ کوي.

ښاغلي ندیم ټینګار کړی، چې هر څوک د امیر د استازي په توګه پخپلو اړوند برخو کې ځانګړي مسولیتونه لري؛ زما غوښتنه له تاسې دا ده، چې د تحصیلي نظام، په ځانګړي ډول د طبابت سکټور د پیاوړتیا او پراختیا لپاره خپل رول په ښه توګه ولوبوئ.

د کابل طبي علومو پوهنتون رییس شيخ احسان الله ابوالفيضان او د علمي شورا غړو د لوړو زده‌کړو د وزیر له حضور او ګډون څخه مننه کړې او د دې پوهنتون د لا پیاوړتیا په موخه یې له نوموړي څخه د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې، چې په تړاو یې ښاغلي ندیم ډاډ ورکړی دی.

د یادونې وړ ده، چې شیخ نداء محمد ندیم د کابل طبي علومو پوهنتون مېلمستون، چې د کورنیو او بهرنیو مېلمنو د هر کلي لپاره چمتو شوی، پرانیست.