ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان فوټسال ملي لوبډلې په مرکزي اسیا جام کې دویم مقام خپل کړ

د مرکزي اسیا فوټسال سیالۍ د روانې زمري میاشتې پر لومړۍ نېټه پیل شوې. په دې سیالیو کې ۶ مخکښو لوبډلو افغانستان، تاجکستان، اوزبکستان، قرغېزستان، ترکمنستان او ایران ګډون درلود.
افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې د زمري ( اسد ) پر لومړۍ نېټه له قرغېزستان سره مخ شو. د د ې لوبې په لومړۍ پآڼۍ کې افغان لوبډلې دوه سر په سر ګولونه وخوړل. خو په دویمه پاڼۍ کې بیا هرڅه بدل شول. افغان اتلانو د تمې خلاف لوبه وکړه. د مهران غلامي په وروستي او قیمتي ګول سره افغانستان سیالۍ ۵ ـ ۴ په خپل نوم کړه.
د افغان اتلانو روزونکی مجید مرتضایي په لومړۍ پاڼۍ کې د افغان لوبغاړو پاتې کېدل له محیط او سیالې لوبډلې سره نا اشنايي د افغان لوبغاړو د پاتې راتلو سبب وښود.
افغان لوبغاړي سید حسین مسوي هم ومنله، چې په لومړي سر کې لوبه د دوی لپاره ډیره سخته وه، ځکه خو یې دوه ګولونه وخوړل. مسوي وایي، چې تر ورستیو شیبو د بریا په نیت ولوبېدو ځکه خو مو سیالۍ وګټله.
د زمري ( اسد ) پر دویمه افغان لوبډله له قوي او سرسختې اوزبکستانۍ لوبډلې سره ډګر ته ښکته شوه.
په دې لوبه کې د ملي لوبډلې تکړه ګول‌ساتونکي جواد صفري ته سور کارت ورکړل او له لوبې بهر شو؛ خو سیدرضا حسیني د ده تشه په پوره ایماندارۍ سره ډکه کړه.
دې لوبې ته افغان اتلان په لوړ مرال ښکته شول. د قرغېزستان په ماتولو سره د افغان لوبغاړو روحیه لا پیاوړې شوې وه. دغه لوبډلې له یوې سختې او جذابې سیالۍ وروسته اوزبکستان ۴ ـ ۳ له ډګره بهر کړ.
په دې بریا سره افغانستان د جدول سر ته پورته شو.
له دې بریا وروسته د فوټسال ملي لوبډلې روزونکي مجید مرتضايي د افغان لوبډلې په بریا خوښي وښوده او ویې ویل، چې موږ ټولو د افغان اتلانو تکړه توب ولېد او موږ ومنله چې افغانان یې کولای شي.
د اسد پر ۴مه د چهارشنبې په ورځ افغانستان له خپل سرسخت سیال ایران سره مخ شو.
افغانستان په داسې حالت کې له ایران سره مخ کیږي، چې افغانستان دوه بریاوې خپلې کړي او سیالې لوبډلې یوازې یوه بریا ترجربه کړې خو په څنګ کې یې یوه د یوې ناکامۍ مزه هم څکلې ده.
خو مخکې له مخکې مجید مرتضايي د ایران پر وړاندې ناکامي ته غاړه ایښې وه. مرتضايي ایران سره له سیالۍ وړاندې وویل، چې: له ایران سره لوبه کول زموږ لپاره ډېره سخته ده. هغه وویل، حتا که موږ د ایران څلورمې لوبډلې سره هم مخ شو، نو زموږ لپاره یې ماتول اسان کار نه دی.
داسې مالومېدله، چې افغان لوبغاړي هم له ایرانۍ لوبډلې څخه په ویره کې و، ځکه خو فرزاد محمودي له لوبې وړاندې وویل، چې ایران په اسیا کې لومړی مقام لري، خو موږ به کوښښ وکړو چې لوبه وګټو.
اما د افغان لوبډلې یو بل لوبغاړي حسین حسنزاده بیا له مرتضايي او محمودي څخه جلا نظر درلود. هغه په ایران کې د ملي لوبډلې درې میاشتېني تمرینات د ځان په ګټه بالل. او و یې ویل، چې ایران په اسیا کې ښه لوبډله ده؛ خو موږ چې لومړیو دوو لوبډلو سره په کومه انګېزه ولوبېډو له ایران سره به هم ولوبېږو او ان‌شا‌ءالله چې ماتوو به یې.
افغانستان په دواړه پاڼیو کې یوازې په یوه ګول بریالی شو، خو پر وړاندې سیالې لوبډلې بیا ۵ ګولونه ووهل او په روانو سیالیو کې د افغان لوبډلې په نوم لومړۍ ناکامي ثبت شوه.
له دې ماتې وروسته افغانستان په جدول کې څلور نومرې راولوېد.
د زمري میاشتې پر ۶مه افغانستان له کوربه تاجکستان سره د لوبې ډګر ته ښکته شو.
په لومړۍ پاڼۍ کې افغانستان او کوربه لوبډله یو – یو مساوي وه. په دویمه کې افغانستان په دویم ګول هم بریالی شو. په وروستیو شیبو کې سیالې لوبډلې ډېر ساده او اسان ګول وواهه او د دواړه لوبډلو ترمنځ نومرې دوه – دوه مساوي وویشل شوې.
مجید مرتضایي هم د بریا په تمه خوشالي کوله، خو په وروستیو شیبو کې هر څه بدل شول. هغه وایي، چې که څه هم د کوربه لوبډلې مینه‌وال زیات وو، خو زموږ د اتلانو روحیه پیاوړې وه او لوبه زموږ په لاس کې وه. وایي باید بریا زموږ وای، مګر وروستي اسان او ساده توپ زموږ برخلیک بدل کړ.
په دې پایلې سره افغانستان په جدول کې له څلورم نمبر څخه درېیم ته پورته شو.
د روانې میاشتې پر اتمه نېټه افغانستان خپله وروستۍ سیالۍ له ترکمنستان سره وکړه.
د دې لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې یوه لوبډله هم په دې بریالۍ نه شوه، چې ګول ووهي. د دویمې پاڼۍ تر وروستیو شیبو د افغانستان او سیالې لوبډلې ترمنځ امتیازونه ۲ – ۲ مساوي وو، خو د عبدالغفار صادقي د وروستیو دقیقو هڅې افغان لوبډله د درېیم امتیاز څخه برخمنه کړه. په دې سره سیالۍ ۳ ـ ۲ د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده او افغانستان د اسیا په کچه دویم مقام خپل کړ.

روزي خان خپلواک