د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل ولایت یو شمېر علمای کرامو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې، شیخ عبدالشکور او شیخ حضرت بلال د علماوو په استازيتوب خبرې کړې او ویلي يې دي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د عصري او دیني زده کړو ترمنځ فاصله له منځه تللې او د دیني علومو پراختیا ته توجه ډېره شوې ده.
دوی اسلامي امارت ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او خپلې یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه یې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریک کړې دي.
مولوي عبدالکبیر یادو علماوو ته ویلي، چې اسلامي نظام د ټولو افغانانو لپاره دی او د اهلیت په پام کې نیولو سره هڅه کېږي ټول پکې خپل ځان وويني.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د افغانستان د ټولو علماوو ملاتړ کوي او د مساجدو او مدارسو د تقویت لپاره هڅه کوي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دوی ته ډاډ ورکړی، چې د علماوو په ستونزو به غور وشي او د حل لپاره به يې اړوندو اداراتو ته لازمې لارښووني وکړي.

