د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د تفتیش عالي ادارې له رییس مولوي محمد محسن هاشمي سره لیدنه کړې.
په پیل کې د تفتیش عالي ادارې رییس د یادې ادارې د کړنو او فعالیتونو په اړه معلومات شریک کړي.
نوموړي په ادارو او وزارتونو کې د روڼتیا رامنځته کولو لپاره د دې ادارې فعالیتونه مهم بللي او ویلي یې دي، چې د دې ادارې مفتشین په بشپړ اخلاص د ادارو تفتیش او ارزونه کوي.
مولوي محمد محسن هاشمي زیاته کړې، چې یاده اداره هڅه کوي ترڅو د اسلامي امارت د مشرانو په لارښوونه په وزارتونو او امارتي ادارو کې روڼتیا رامنځته او د اداري فساد مخنیوی وکړي.
ښاغلي هاشمي په دې برخه کې د مشرانو مرسته او همکاري اړینه بللې ده.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال په امارتي ادارو کې فساد سره د مبارزې او د روڼتیا رامنځته کولو لپاره د تفتیش عالي ادارې فعالیتونه او هڅې ستایلي.
نوموړي ویلي؛ دا د اسلامي امارت توانايي ده، چې په کمه موده کې یې اداري فساد لمنځه وړی او په ادارو کې یې روڼتیا رامنځته کړی.
د ښاغلي حنفي په وینا؛ اسلامي امارت د تفتیش ادارې په څېر د ټولو ادارو په ۲۴ ساعته هڅو ویاړي.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال د تفتیش ادارې څخه غوښتي، چې تر دې وروسته هم په ادارو کې د روڼتیا رامنځته کولو لپاره په جدیت خپل کار ته دوام ورکړي، ترڅو امارتي ادارې د روڼتیا له اړخه د سیمې هیوادونو ترمنځ په یو سمبول بدلې شي.

