هېواد کې د موزیم نړیواله ورځ ونمانځل شوه او د میسعینک د تاریخي اثارو نندارتون پرانیستل شو
اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د ملي موزیم په تالار کې د موزیم نړیوالې ورځې د نمانځنې تر څنګ د میسعینک تاریخي اثارو نندارتون پرانیستل شو.
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیر الله خیرخواه او د دې وزارت مرستیالانو، د یونسکو فرهنګي سازمان غړو، بهرنيو لرغون پوهانو او متخصیصینو، د اغا خان بنسټ مسولینو او د ګڼ شمېر فرهنګي ټولنو استازو ګډون درلود.
په یاده غونډه کې ملا خیر الله خیرخوا ویلي، چې تاریخي اثار د یو ملت پېژنګلوي ده او د دې اثارو په ساتنه کې د ولسونو همکاري اړینه ده.
نوموړي له بهرنيو فرهنګي ټولنو غوښتي، چې د تاریخي اثارو په ساتنه او پالنه کې ګډ مشترکات باید د سیاستونو ښکار نه کړو او په شریکه د افغانستان د تاریخي اثارو ساتنې او پالنې لپاره کار وکړو.
د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي ویلي، چې د هېواد د موزیمونو لپاره په یو لړ پلانونو کار روان دی، تر څو د زون په کچه او ولایتونو کې شته موزیمونه لا غني شي.
نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد د تاریخي سیمو او اثارو ساتنې لپاره لا ډير کار شوی، د ګڼ شمېر تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیول شوې او د ځيني تاریخي سیمو د بیارغونې چارې روانې دي.
ښاغلي عزیزي ټینګار کړی، چې د دې ډول غونډو جوړول د عامه پوهاوي او تاریخي اثارو د ساتنې لپاره ګټور دي.
په یاده غونډه کې د فرهنګي ټولنو استازو د کلتوري ارزښتونو د ساتنې په تړاوو خبرې کړې او د تاریخي اثارو د ساتنې په برخه کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی.
د غونډې په پای کې د میسعینک د تاریخي اثارو نندارتون پرانیستل شوی او د (زما هېواد) په نوم د تیاتر یوه تمثیلي پارچه وړاندې شوې ده.

