د الجزیرې تلویزیوني شبکې راپور ورکړی، چې د تېرو ورځو په څېر پرون پنجشنبه هم اسرائیلي یرغلګرو د غزې تړانګې پر بېلابېلو سیمو بریدونو کړي، چې له امله یې ۴۷ فلسطینیان شهیدان شوي.
راپور زیاتوي؛ په دغو بریدونو کې د الاقصي شهیدانو روغتون ته څېرمه هغه ښوونځی هم په نښه شوی، چې د جګړې له امله بېځایه شویو پکې پناه اخیستی وه.
پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پیل راهیسې ۴۰ زره او ۲۶۵ فلسطینیان شهیدان او ۹۳ زره او ۱۴۴ نور ټپیان شوي دي.

