د ٢٠١ خالد بن ولید (رض) قول اردو د عبدالله بن مسعود (رض) دریمې پلې لوا د لومړي پياده او څلورم حمايوي کنډکونو منسوبینو او پرسونل له سلګونه کورنیو سره بیړنۍ مرسته کړې.
د یادو کنډکونو منسوبینو او پرسونل له شته امکاناتو څخه په استفادې د خوګياڼو ولسوالۍ اړوند چمتلې، سره رود ولسوالۍ بېلابېلو ساحو او د جلال اباد ښار په مختلفو سیمو کې په سيلابونو کې بند پاتې سلګونه کورنۍ ژغورلې او د ثقیله پوځي وسایطو په ذريعه یې خوندي ځایونوته انتقال کړيدې.
ورته مهال د يادو کنډکونو منسوبینو او مسلکي پرسونل د انجنیری وسايطو لوډر، بلډوزر او نورو وسایطو په واسطه ځينو ساحو کې د سیلاب مخه بنده کړې، ترڅو د لازياتو زيانونو اوښتو مخنيوی وشي.

