ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د اسلامي امارت دريځ په تعامل، متقابل احترام او همکاریو ولاړ دی

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر کابل کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیرې رافیلا یودیجي سره د مخه ښې لیدنه وکړه.

په دې ناسته کې اغلې رافیلا یودیجي په کابل کې د اروپايي ټولنې له استازو او دفتر سره د اسلامي امارت د همکارۍ مننه کړې او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت د همکارۍ له امله د اروپايي ټولنې استازي توانیدلي چې افغانانو ته ډېرې مرستې راټولې کړي.

نوموړې دغه راز له افغانانو سره د اروپايي اتحادیې د همکاریو او مرستو د دوام ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده؛ دا ټولنه کوښښ کوي چې د دوحې د درېیمې ناستې شوې ژمنې عملي شي.

دغه‌رازاروپايي ټولنه د افغانستان له پوهنیز سیستم سره مرستو او د ښوونځیو رغاولو ته چمتو ده.

اغلې رافیلا په دوحه کې له مېشتو یو شمېر لویدیځو ډیپلوماتانو سره د ریاست الوزرا د سیاسي مرستیال وروستۍ ناسته ګټوره او د ډېرو موضوعاتو د حل او اندېښنو د لرې کولو په برخه کې اغېزناکه بللې ده.

د اروپايي ټولنې د شارژدافیرې په وینا؛ افغانستان کې وضعیت او پرمختګونه مثبت لوري ته روان دي او کوښښ به وکړي، چې د افغانستان وضعیت د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو سره شریک کړي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په هېواد کې د اروپايي ټولنې د شارژدافیرې ماموریت ګټور بللی او ویلي یې دي، چې د بشري مرستو په برخه کې د اروپايي ټولنې ونډه د پام وړ ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت دريځ په تعامل، متقابل احترام او همکاریو ولاړ دی.

دغه‌راز اسلامي امارت له نړۍ سره پر کړو ژمنو عمل کړی او دا مهال د نشه‌یي توکو کښت صفر شوی، اداري فساد پای ته رسیدلی، د روږدو کسانو درملنه دوام لري او له افغانستان څخه هېچاته خطر متوجه نه دی.

سیاسي مرستیال په کابل کې د اروپايي ټولنې د ډپیلوماټیک حضور په ستایلو سره ویلي، چې اسلامي امارت هیله لري ژر تر ژره د دوحې د درېیمې ناستې شوې ژمنې عملي شي.

مولوي عبدالکبیر نوموړې ته په خطاب کې ویلي، چې له نړۍ او د اروپايي اتحادیې له مسولینو سره دې د افغانستان او اسلامي امارت رښتینی وضعیت شریک کړي.