ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د مهاجرینو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا

د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۷/۲/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۳۱/۵/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري، د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان مهاجرین راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي چې بشپړ راپور یې په لاندې توګه وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم (ډېورنډ فرضي کرښه)

نن د تورخم له لارې (۳۶) کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو (۲۱۰) تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه (۲۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۷) تنه و، ننګرهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته (۹۱۰۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له (۴۲) کورنیو سره مرسته وشوه، چې مجموعاً (۳٦۸۰۰۰) افغانۍ کیږي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک (ډیورنډ فرضي کرښه)

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د سپین بولدک له لارې (۲۲) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۲۵) تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

نن له سپین بولدک څخه (۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۸) تنه و، پکتیکا او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او (۱۴۵۰۰) افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په تخته پل کمپ کې له (۲۲) کورنیو سره مجموعاً (۱۹۴۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن (۹) کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

په سپین بولدک کې راستنېدونکو مهاجرینو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:

غذا: په سپین بولدک کې مهاجرینو ته (۲۰۱) خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې (۱۵۸) تنه راستانه شوي مهاجرین تداوي شوي دي.

همدارنګه (۴٦٦) تنه مهاجرینو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم مهاجرینو ته خیمې، کمپلې او توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو مهاجرینو ته (۱۷۰) عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د ورېښمو له لارې نن (٦۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۲۵) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز (۱۱۰۴) تنه مسافر وطن ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن له (۵۵) کورنیو سره مجموعاً (۳٦۸۰۰۰) افغانۍ مالي مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

نن په نیمروز کې (۷٦) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو مهاجرینو ته نن د روغتیا په شمول، بېلابېل خدمات وړاندې شول:

مخابرات: راستنو شویو مهاجرینو ته (٦۵) عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې مهاجرینو ته عامه پوهاوی ورکړل شو. یادو مهاجرینو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

نن د اسلام کلا له لارې (۸۱) کورنۍ چې د غړو شمیر یې (۱۷۲) تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په اسلام کلا بندر کې له (۹۰) کورنیو سره مجموعاً (٦۱٦۰۰۰) افغانۍ مرسته وشوه.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

هرات کې نن (۷۴) کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي مهاجرین: (۱٦۸) کورنۍ، (۵۲۲) افراد

لېږدول شوي مهاجرین: (۳۰) کورنۍ، (۱۷۵) افراد

مرسته شوي مهاجرین: (۲۰۹) کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي مهاجرین: (۱۵۹) کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: (۲۳۵) عدده

د مهاجرینو ستونزو د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء