ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي بدرالدین حقاني د متحده عربي اماراتو له لوري د افغانستان د رسمي سفیر په توګه ومنل شو

د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت په ابوظبۍ کې د افغانستان د سفیر په توګه د مولوي بدرالدین حقاني باور‌لیک ومانه.

د متحده عربي اماراتو بهرنیو چارو وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د پروتوکول چارو د مرستیال سکرتر سیف عبدالله الشمسی، ښاغلي حقاني ته په دنده کې د بریا او د کابل او اوبوظبۍ د اړیکو د پراختیا هیله ښودلې ده.

متحده عربي امارات له چین وروسته دویم هېواد دی، چې په رسمي توګه د افغانستان سفیر مني.