ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله کندهار کې د ټولو ولایتونو له والیانو سره غونډه وکړه

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله کندهار کې د ټولو ولایتونو له والیانو سره غونډه وکړه.

یاده غونډه د قرآن کریم په مبارکو ایتونو سره پیل شوه او عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی والیانو ته د ښې اسلامي حکومتولۍ، خپلو مسولیتونو ته د پاملرني، د جهاد په نتیجه کې د راغلي اسلامي نظام د ساتني او د مجاهدینو د قربانیو اساسي هدف چې د مقدس شریعت تطبیق دی، په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په خپله وینا کې دوی ته ویلي، چې تاسو د جهاد د میدان اولني فاتحین یاست، د جنګ په لومړۍ کرښه کې به تاسو واست، ستاسو تر قوماندې لاندي په لسګونو او سلګونو مجاهدین شهیدان شوي دي، د دوی ارمانونو ته تحقق ورکړئ، اسلامي نظام ټینګ کړئ، د شریعت قانون پلی کړئ او الهي احکام را ژوندي کړئ، هیچاته اجازه مه ورکوئ چې په ولایتونو کې غیر شرعي کړنې ترسره کړي، د خلکو عقیدوي او فکري اصلاح ته لازمه توجه وکړئ او د علماوو سره تعلق وساتئ، علماء په اعتماد کې وساتئ او د دین په تنفیذ کې مشورې او کار ځني واخلئ، د ځوان نسل روزنې ته ښه توجه وکړئ او په اسلامي روحیه سمبال نسل وروزئ!

په پای کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ټولو والیانو څخه د نظام د ساتني او شریعت د تطبیق اړوند نظرونه اورېدلي او په اړه یې دوی ته لازم هدایات کړي دي.

غونډه د خیر په دعا سره پای ته رسېدلې ده.

ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت ویاند