ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د کابل ښار ۱۵مې ناحیې له مشرانو سره لیدنه وکړه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر نن (سه شنبه، د زمري ۳۰مه) د کابل ښار اړوند ۱۵مې ناحیې له یو شمېر عالماوو او مشرانو سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې یادو مخورو او عالمانو له هغوی سره د ریاست الوزرء د سیاسي مرستیال د دوامداره همکاریو او لیدنو له امله مننه کړې او ویلي یې دي، چې ادارو ته د خلکو لاسرسي د امارت او ملت ترمنځ د واټن د له منځه وړلو سبب شوی دی.

راغلو قومي مشرانو د کابل ښار د قصبې سیمې اوسېدونکیو مشکلات شریک کړي او د کابل ښار د پاکو اوبو کمښت او د استوګنیزو ښارګوټو د ستونزو د حل غوښتنه یې کړې ده.

مولوي عبدالکبیر دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، چې حکومتي ادارې او مسولین د ملت په خدمت کې دي او د اسلامي امارت د پالیسې پر بنسټ د ټولو دولتي ادارو دروازې د خلکو پر مخ پرانیستې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د کابل ښار په قصبه سیمه کې د خلکو د ستونزو حل په موخه به اړوندو ادارو سپارښتنه وکړي، چې له خلکو سره تر مشورې وروسته شته ستونزو ته د حل لارې پیدا کړي.

دغه‌راز اسلامي امارت هڅه کوي، چې له ممکنه لارو څخه په استفادې د کابل ښار د اوبو کمښت ستونزه په اساسي ډول حل کړي او په دې برخه کې اړوندو ادارو خپلې هڅې پیل کړې دي.