ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غور کې د ‘اهلیتې’ چکډم پروژه د نږدې درې میلیونه افغانیو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غور ولایت په مرغاب ولسوالي کې د ‘اهلیتې’ چکډم پروژه د ۲ میلیونه، ۹۶۴ زره او ۶۹۰ افغانیو په ارزښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په دې تړاو چوړو شویو مراسمو کې ګڼو ځايي چارواکو او سیمه‌ییزو اوسېدونکو ګډون کړی و.

د غور سیندیزې فرعي حوزې ریيس د یادې پروژې پلي کول د سیلابونو کنټرول او ګواښونو کموالي، د موسمي اوبو راټولولو، د ځمکې لاندې اوبو پياوړتیا او په کرنیزو چارو کې د ګټې اخیستنې لپاره مهم بللي او پر ساتنه او مراقبت یې ټینګار کړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د اهلیتې چکډم پروژه د غور ولایت په کچه د هغو ۱۲ چکډمونو له پروژو څخه ده، چې په مرغاب ولسوالي کې د یوه کورني شرکت له لوري د غور د سیندیزې فرعي حوزې تر څارنې لاندې پلې شوې او سلګونه کسانو ته د کار زمینه پکې برابره شوې وه.