کابل کې د اوزبیکستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون، چې د تېرې شنبې په ورځ د افغانستان او اوزبیکستان د چارواکو له لوري پرانیستل شوی، شاوخوا ۲۰۰ ډوله محصولات او تولیدات نندارې ته پکې اېښودل شوي دي.
د ځینو اوزبیکستاني شرکتونو مسولین یاد نندارتون ګټور بولي او وايي، چې خپل ګڼ محصولات او توکي یې نندارې ته وړاندې کړي.
د یاد نندارتون یو ګډونوال سوداګر حاجي احمد جان وايي: “ما تمه درلوده چې دغه نندارتون څه موده مخکې جوړ شوی وای، اوس دا فرصت راته برابر شوی او ما خپل محصولات دغه ځای ته راوړي دي.”
د عبدالسلام په نوم یو بل سوداګر وايي: “اسلامي امارت اوزبیکستاني سوداګرو ته ټولې اسانتیاوې برابرې کړې او زیات شمېر اوزبیکستاني پانګوال حاضر دي، چې افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.”
بلخوا ځینو کسانو چې له یاد نندارتون څخه یې لیدنه کړې، دا ډول نندارتونونه د تولیداتو د پېژندنې او د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستۍ پیاوړتیا او اړیکو پراختیا لپاره اغېزناک او ګټور بولي.

